د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته د افغان سولې لپاره د سیمه ییز اجماع د پیاوړي کولو په موخه تللی پرون له ښاغلي میرضایف سره لیدلي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا په خبرپاڼه کې وايي، د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضایف له افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
ښاغلي میرضایف ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او تل پاتې سولې کلک ملاتړ کوي.
د هغه په وینا افغانستان د ازبکستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او چمتو دی، چې په سیمه ییر اتصال، د ریل پټلۍ په جوړېدو او کرونا سره د مبارزې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي ویلي، د خپل هېواد چارواکو ته یې لارښونه کړې، چې د افغانستان اړوند مسلې په خپله کاري لومړیتوب کې ونیسي او رسیدګي ورته وکړي.
ښاغلي میرضایف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د تل پاتې سولې ټینګښت یې یو ارمان دی، نو ځکه چمتوی دی، چې په هر اړخیزه توګه مرسته ورسره وکړي.
عبدالله هم د سولې په برخه کې د ازبکستان د ولسمشر د همکاریو له ډاډ څخه مننه کړې ویلي یې دي، افغان حکومت هڅه کوي، د سولې په برخه کې د لاس ته راغلي فرصت سره څخه ګټه پورته کړي او د تل پاتې سولې لپاره بنسټیز ګامونه واخلي.
نوموړي د طالبانو له خوا بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی او پر دغه ډله یې غږ کړی، چې دوی هم د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او جګړه ودروي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په افغانستان کې سوله د سیمه او نړۍ په ګټه وبلله ویې ویل، چې دلته به سوله سیمه کې اقتصادي پراختیا ته لار هواره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل