۰
اروپايي ټولنه، حکومت او طالبانو ته!

د تاوتریخوالي کمول کافي نه دي فوري اوربند وکړی

پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولنډ کوبیا یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو خواو غږ کړي، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.
د تاوتریخوالي کمول کافي نه دي فوري اوربند وکړی
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولنډ کوبیا یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو خواو غږ کړي، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کوبیا په خپل ټوېټر لیکلي، چې اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي کموالی نه غواړي، بلکې غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای فوري اوربند وشي.

نوموړي ویلي، دا چې د سولې د خبرو له بهیر سره د تاوتریخوالی کم کړی شي تر څو اوربند ته ورسېږي یوه اوږده پروسه ده، چې ژر به پای ته ونه رسېږي، نو ځکه دواړه لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي.

رولاند کوبیا لیکلي«اروپايي ټولنه نه‌غواړي چې د سولې پروسه مو د اوربند پر لور بوځي، ځکه کېدای شي دا یو لیرې نېټه وي، خو هغه اوربند چې د سولې له بهیر سره یوځای وي، باید همدا اوس وشي.»

د اروپايي ټولنې استازي رولنډ کوبیا وایي، د سولې له بهیر سره یو ځای د اوربند کول نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم په وار وار ټینګار کړی، چې د تل پاتې سولې او سولې خبرو د ښه پرمختګ لپاره لومړی باید تل پاتې اوربند وشي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د حکومت او نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه نه ده منلې او د جګړې پر دوام یې ټيڼګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي