خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

24 عقرب 1399 ساعت 9:37

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو، د ولسمشر ځانګړي سلاکار ابراهیم کالین او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو خبرې کړي دي.

انقره کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه لیدنه کې دواړو لورو افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وبله او د هغو په دایمي ختمولو یې ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي خلیلزاد او ترکي چارواکو په دې هم بحث وکړ چې ترکیه څنګه له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ په افغانستان کې دواړه خواوې د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو د پروسې چټکتیا ته هڅولی شی.

د یادونې ده، خلیلزاد انقرې ته په درې ورځني سفر کې تللی و، چې پرون جمعه یې پای ته ورساوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133395

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133395/

جمهور
  https://www.jomhornews.com