۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

ولسي جرګه کې د کابل د یوه استازي ساتونکو غوښتل یو سوداګر اختطاف کړي

شنبی ۲۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۳
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د یوه استازي ساتونکو هڅه کوله، چې یو سوداګر اختطاف کړي.
ولسي جرګه کې د کابل د یوه استازي ساتونکو غوښتل یو سوداګر اختطاف کړي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د یوه استازي ساتونکو هڅه کوله، چې یو سوداګر اختطاف کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لړم ۲۴ مه د سهار د شپږنیمو له امنیتي غونډي وروسته په خپله فسبوک پاڼه دغه خبر خپور کړی، خو د وکیل نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

ښاغلي صالح په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«ولسي جرګه کې د کابل د یوه استازي ساتونکو غوښتل په رڼا ورځ یو سوداګر وتښتوي، د وکیل کور د شپې محاصره شو، خو معلومه شوه، چې د پېښې اصلي طراح پټ شوي دي، نن قضیه په رسمي ډول څارنوالۍ ته سپارل شوې، د مصونیت مانا دا نه ده، چې د جنایت لپاره جواز لرې.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د کابل د یوه استازي الله ګل مجاهد د اړوند کسانو له کور څخه وسلې او ثانیه سوز د پولیسو له خوا نیول شوي وو.

هغه مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې، ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د هغه کسانو د خلاصون هڅه کوي، چې له کور نه یې وسلې او مهمات نیول شوي دي.
 
نوموړي لیکلي، د کابل ښار د ۱۲ مې حوزې امر چې یو غیرتي ځوان او انګېزه لرونکی کس دی خبر تر لاسه کوي، چې په یوه کور کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات شتون لري.
 
د ښاغلی صالح په وینا د حوزې امر هم د امنیه قوماندانۍ د ځینو نورو برخو په نسبي ملاتړ په دغه کور عملیات کوي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسلې او ثانیه سوز تر لاسه کېږي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د وسلو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي او د کور څېښتن په تېښته بریالی شوی دی، خکه حوزې فکر نه کاوه، چې موضوع به دومره پېچلې وي.
 
د ولسشمر لومړی مرستیال وايي، له عملیاتو او دوه نفرو له نیولو وروسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د حوزې امر ته زنګ وهلی، چې دغه دوه کسان خوشي کړي.
 
ښاغلي صالح لیکلي«د وسلو تر لاسه کولو او دوه نفرو له نیولو وروسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل خان د حوزې امر ته تلېفون کړی او ورته ویلي یې دي، چې دغه دوه نیول شوي کسان بېرته خوشي کړي، ځکه زما نفر دي او ترهګر نه دي.»
 
نوموړی وايي، الله ګل مجاهد د حوزې امر ته دا ګواښ هم کړی، چې که دغه نفر خوشي نه کړي، نو سبا ته په حوزه کې د پاتې کېدو او محکمې ته د نه ورتګ لپاره د ده دروازې ته نه ورځي.
 
ښاغلي صالح زیاته کړې«الله ګل مجاهد د حوزې امر ته ویلي، که د دغه دوه نفره خوشي نه کړل، نو سباته په حوزه کې د پاتې کېدو او محکمې ته د نه ورتګ لپاره زما په دروازه کې ونه دېږي، چې خامخا به درېږې، خو معلومه نه ده، چې له وسلو سربېره له دغه کسانو سره ثانیه سوز څه اړتیا وه.»
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي