نیویارک ټایمز:

ښايي ټرمپ روانه اونۍ له افغانستان نه د سرتېرو ایستلو پرېکړه اعلان کړي

24 عقرب 1399 ساعت 13:24

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته بېړه لري او ښايي روانه اوونۍ په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته بېړه لري او ښايي روانه اوونۍ په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ورځپاڼې په وینا د دې کار لپاره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان هم دا مهال امریکا کې دی او د ټولو سرتېرو د ایستلو پر مهال وېش بحثونه کوي.

ورځپاڼې په ټینګار سره ویلي، که څه هم ټرمپ زرګونه زمنې کړې، چې ډېرې یې نه دي عملي کړې، خو داسې ښکاري، چې له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو ژمنه ارو مرو عملي کوي.

سرچینه زیاتوي، اوس چټکه تیاري روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې له افغانستان لوړه شمېره امریکایي عسکر و ایستل شي او ښايي روانه اونۍ ټرمپ په دې اړه خپله پرېکړه هم اعلان کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکا دمګړی په افغانستان کې د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې عسکر لري چې ټرمپ غواړي شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي رسنۍ وايي، ټرمپ د دغه کار لپاره د دفاع وزارت هغه رهبري هم بدله کړې، چې له افغانستان یې د ځواکونو د ایستلو مخالفت کاوه.

په دغه کسانو کې یو هم د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپېر و، چې ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو سره په مخالفت له دندې لرې کړی دی.

خو مارک اسپېر تر لرې کېدو وروسته ټرمپ ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل به امریکا او نړۍ ته لوی خطر وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي، نو ځکه ټرمپ ته په کار ده چې له خپلو عجولانه پرېکړو په شا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com