امرالله صالح:

د ځینو سیاسیونو او وکیلانو ساتونکي د باج او رشوت اخیستو په بدل کې ډارول کوي

25 عقرب 1399 ساعت 8:23

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ځینو سیاسي شخصیتونو او وکیلانو ساتونکي د باج او رشتوت اخیستو په بدل کې په حقوقي دعوو کې د مقابل لوري د ډارولو هڅه کوي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ځینو سیاسي شخصیتونو او وکیلانو ساتونکي د باج او رشتوت اخیستو په بدل کې په حقوقي دعوو کې د مقابل لوري د ډارولو هڅه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه د سهار د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه دغه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي صالح ویلي، له کلونو راهیسې په کابل کې یوه سایه او تر ځمکې لاندې قهریه قوه شتون لري او هغه دا، ځینې کسان د دې پر ځای چې د حقوقي دعوو لپاره پولیسو او څارنوالۍ ته مراجعه وکړي، یوه وسله لرونکي، زرواکي او یا هم د جنايت کوونکو بانډونو مشرانو ته ورځي.

د ښاغلي صالح په وینا دغه ډول حقوقي دعوه لرونکي کسان ځکه دغه کار کوي، چې دوی غواړي مقابل لوری په دې ډول وډاروي، تر څو د دوی غوښتنې ته تسلیم او غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برخه کې د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او وکیلانو ساتونکي هم ښکېل دي او دوی هم د باج او رشوت اخیستو په بدل کې د حقوقي دعوه لرونکو تر منځ د یوه لوري د ډارولو هڅه کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال د خپلو خبرو په داوم وايي، پرون ترې پوښتنه شوې وه، چې د کوم وکیل ساتونکو د یوه سوداګر د تښتولو هڅه کوله.

دی وايي، ولسي جرګه کې د کابل د استازي میرویس حسن ساتونکي وو، چې په یوه حقوقي قضیه کې یې په هزارګل سرای ورننوتي او غوښتل یې یو کس ترې وتښتوي، چې نښته رامنځ ته شوې او په تېښته بریالي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د وکیل میرویس حسن د ساتونکو په ډزو د عمرګل په نوم یو کس په پښه ټپي شوی هم دي.

د ولسشمر لومړي مرستیال زیاتوي، چې د هزارګل سرای ښايي حقوقي مشکل ولري، ولې پر هغه د یوه وکیل د ساتونکو یرغل د قانون پر وړاندې جرم دی او باید پلټنې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com