د ولسمشر لومړی مرستیال:

هیله ده له دې وروسته قضایه قوه نیول شوي ترهګر علني محاکمه کړي

25 عقرب 1399 ساعت 8:49

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان له قضایه قوې هیله لري، چې له دې وروسته دې ترهګر په علني ډول محاکمه کوي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان له قضایه قوې هیله لري، چې له دې وروسته دې ترهګر په علني ډول محاکمه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د نن یکشنبې لړم ۲۵ مې د شپږنیموبجو تر امنیتي ناستې وروسته پر خپله فسبوک پاڼه دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د شپږنیمو بجو د جلسې او د افغانستان د ټول ملت د احساساتو په استازیتوب د افغانستان له قضایه قوي هیله لري، چې نیول شوي ترهګر د علني محاکمه کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د محکمې په جریان کې باید د شهیدانو او قرباني شویو کسانو کورنۍ هم د شاهد په توګه وروغواړي.

ښاغلی صالح زیاته کړې، چې څوک چې دغه متن لولي نو له دوی سره دې هغږي شي، تر څو په ترهګرو کړۍ راتنګ او له منځه ولاړ شي.

صالح په دغه شپږویشتمه پرېکړه کې کابل کې د جنايي پېښو او مجرمینو په اړه هم څرګندونې کړې وايي، د ۳۶۰۰ پېژندل شویو مجرمینو څخه یوازې ۷۰۰ تنه تر اوسه نیول شوي او پاتې نور یې یا پټ شوي او یا يې هم فرار کړی.

نوموړی وایي، هغه چې پټ شوي فکر کوي، چې د شپږنیمو غونډې یوه مفته او موقتي کیسه ده او دوی به بیا وکولی شي، چې خپل ځایونه ونیسي، خو په وینا یې دغه کسان تېروتي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه مجرمینو ته خبرداری ورکړی، چې یا تسلیم شي، توبه وباسي او په خپل کار پېښمانه شي، که نه د زندان د میلو شاه ته به ولوېږي.

دغه راز ښاغلي صالح هغه مجرمینو ته چې تېښته یې کړې، هم خبرداری ورکړی، چې قانون ته ځان وسپاري که نه وبه نیول شوي.

ښاغلی صالح وايي، دغه مجرمین فکر کوی، چې دوی له ولایتونو سره همغږي نه لري، خو په وینا یې دوی له ولایتونو سره همغږي لري او د دغه مجرمنیو د عکسونو خپرولو لړۍ ولایتونو ته هم د رسېدو په حال کې ده، ځکه مجرم ځای نه لري او باید ویې نه لري.

دغه راز ښاغلي صالح د غیر قانوني لوړ پوړیزه ودانیو ته هم خبرداری ورکړی، چې ډېر ژر به پرې دینې جریمې چې د ودانۍ د جوړولو تر لګښت به لوړې وي، پرې ولګوي.

امرالله صالح ویلي، تر امر ثاني پورې د حوزو پولیس مکلف او مسوولیت نه لري، چې د غیرقانوني ودانیو د جوړېدو مخه ونیسي.

دی وایي، د غیر قانوني ودانیو جوړول جرمي بحث ی او دا کار د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست او کابل ښاروالۍ کار دی، چې تعقیب به یې کړي.

ښاغلي صالح ویلي، په دې برخه کې پرون ولسمشر غني هم د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او د غیر قانوني ودانیو قوالې به تر هغې اجرا نه شي، تر څو یې درنې جرمې نه وي تحویل کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com