ننګرهار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

25 عقرب 1399 ساعت 9:37

کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر د مرکز جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې موټر کې ۲۵ بورۍ چاودېدونکي توکي، زر ډزه د پیکا مرمۍ، دوه سوه ډزه د زیکو یو مرمۍ، له پنځه سوه زیات د کلاشنکوف مرمۍ او پنځه عدده د ماین ریموټ کنټرول تر لاسه شوي دي.

 کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د دغه پېښې په تړاو یو ترهګر هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې موټر بم ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 133428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com