رحمت الله نبیل:

غني ته مې د فساد ۱۸۰ دوسیې سپارلې خو همدا کسان لا هم د دربار نېږدې کسان دي

25 عقرب 1399 ساعت 10:05

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وايي، د مخکني حکومت ځینې په فساد او اختلاس ککړ چارواکي لا هم د ولسمشرغني د دربار نېږدې کسان دي.


د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وايي، د مخکني حکومت ځینې په فساد او اختلاس ککړ چارواکي لا هم د ولسمشرغني د دربار نېږدې کسان دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ښاغلي نبیل ویلي، ۲۰۱۴ م کال کې یې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته د مخکنیو حکومتي چارواکو د لوی اختلاس او فساد ۱۸۰ دوسیې ولسمشر غني ته سپارلې وې.

خو په وینا یې د دغه دوسیو تر سپارلو وروسته همدا کسان په لوړو پوستونو وګمارل شول، چې ځینې لا هم د دربار نېږدې کسان دي.

ښاغلي نبیل نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« په ۲۰۱۴ م کال کې د ملي یو والي حکومت له جوړوېدو وروسته مې مخکني حکومت د چارواکو د لویو اختلاسونو او فساد ۱۸۰ دوسیې ډاکتر اشرف غني ته وسپارلې، له څه وخت وروسته همدغه دوسیه لرونکي کسان په لوړو پوسټونو مقرر شول، چې ځینې د هغو لا هم د دربار مقربین دي..»

د ملي امنیت پخواني رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار هم په افغانستان کې له فساد سره پر مبارزې نیوکې کړې دي.

دغه ادارې څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، که څه هم افغان حکومت د فساد سره د مبارزې په برخه کې ځینې ګامونه اخیستې، خو دا کارنده نه دي، بلکې یوه نمایشي او د افرادو په ګمارولو پورې منصر دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com