۰

افغان حکومت د پاکستان دا ادعا چې هند یې خاوره د پاکستان پر ضد کاروي رد کړه

یکشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۱
افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې ګڼې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي په کلکه رد او دا یې بې اساسه څرګندونې وبللې.
افغان حکومت د پاکستان دا ادعا چې هند یې خاوره د پاکستان پر ضد کاروي رد کړه
افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې ګڼې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي په کلکه رد او دا یې بې اساسه څرګندونې وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند پرون د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي سره په ګډه خبري ناسته کې ادعا کړې وه، چې هند له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، افغان دولت له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی، په دې برخه کې یې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې او له توپیر پرته له ترهګرو سره لا هم مبارزه کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان دولت هېڅ وخت ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې او اوس هم هېچا او هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان دولت په بهرني سیاست کې دا دي، چې هېواد یې د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ، مشترکو ګټو، په ځانګړې ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې محور ورګرځي او د سیمې د اقتصتادي پراختیا او پرمختیا لامل شي.

په دغه خبرپاڼه کې افغان حکومت د پاکستان هغه ادعا هم رد کړې، چې ګڼې یوه افغان قومي مشر فریدون خان مهمند د پېښور د کرنې پوهنتون باندې شوي برید کې لاس لري.

خبرپاڼه وايي، افغان دولت او خلک د ترهګرۍ تر ټولو ډېر قرباني دي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ په لټه کې دي، تر څو د ترهګرو د تمویل، تجهیز سرچینې او پټځایونه له منځه ولاړ شي.

افغان حکومت ټینګار کړی، چې دوی په دغه برخه کې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو او پاکستان سره دوه اړخیزه همکاريو ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي