۰
ولسمشرغني:

هېڅ دولتي او نادولتي کس له افغان ځواکونو د شخصي امنیت ساتنې حق نه لري

یکشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېڅ دولتي او نادولتي فرد حق نه لري، چې له پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت پرسونل څخه د شخصي امنیت ساتنې لپاره ګټه واخلي.
هېڅ دولتي او نادولتي کس له افغان ځواکونو د شخصي امنیت ساتنې حق نه لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېڅ دولتي او نادولتي فرد حق نه لري، چې له پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت پرسونل څخه د شخصي امنیت ساتنې لپاره ګټه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه د ۲۰۹ شاهین قول رادو له مسوولینو او د شمالي ولایتونو له والیانو سره ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار او د دفاع وزارت چارواکو ګډون درلود، ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس او خاورې د ستانې لپاره دي، نه د مقاماتو او افردو د امنیت د تامین لپاره.

ښاغلي غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې ویې ویل، چې خوشبختانه د هېواد په سویل کې د طالبانو لوی پلانونه دفع شوي او دغه ډله له سختې ماتې سره مخ شوې ده.

هغه والیانو او د قول اردو قوماندانو ته په خطاب کې و ویل«تاسو خپلې هڅې زیاتې کړۍ، ترڅو دښمن خلکو او عامه تاسیساتو ته زیان ونشي رسولی او خپل امنیتي او ولسي پلانونه مو په لا زیات انسجام او همغږۍ پلي کړۍ.»

نوموړي د سولې خبرو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې دولت سولې ته ژمن دی او غواړي یې خو ښکاري، چې طالبان لا تر اوسه هم د جګړې نیت لري.

ولسشمر و ویل، چې د طالبانو دغه نیت ته په کتو د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت د خاورې او خلکو ساتنه ده او زموږ وسله وال پوځ دغه ظرفیت، اراده او پیاوړې انګېزه لري چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

هغه له هغوی وغوښتل چې امنیتي تړون تطبیق کړي او موخه دا ده چې څه ډول امنیتي او دفاعي ځواکونه له خلکو سره یو ځای کار وکړي او د جرمونو، غصب، بې نظمۍ او بې قانونۍ پر وړاندې منسجم شي.

ښاغلي غني و ویل«ولس د قانون پلي کول غواړي او هغه کسان چې سرغړونه کوي او رواني امنیت ته زیان اړوي باید قانوني چلند ورسره وشي، د خلکو باور باید د والیانو او امنیتي ځواکونو لپاره اساسي اصل وي.»

ده ټینګار وکړ، چې والیان باید په هر ولایت کې د خلکو د هوساینې په خاطر خپلې مشخصې طرحې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې هېڅ دولتي او نادولتي فرد د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت پرسونل څخه د خپل شخصي امنیت د تامین په خاطر د استفادې حق نه لري، ځکه دغه ارګانونه د ولس د ساتنې لپاره دي، نه د مقاماتو او افرادو د امنیت د تامین لپاره.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د لویو لارو د امنیت پر تامین او د طالبانو د اخاذي پر لمنځه وړلو ټینګار وکړ وې ویل، په هېڅ صورت دې اجازه نه ورکول کېږي چې طالبان اخاذي واخلي او عامه مالونه لوټ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي