۰

کورنیو چارو وزارت د هلمند او کندهار جګړو کې د وژل شویو طالب قوماندانانو لېست خپور کړ

یکشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند او کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د طالبانو ۷۰ مهم جنګي قوماندانان وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د هلمند او کندهار جګړو کې د وژل شویو طالب قوماندانانو لېست خپور کړ
 د کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند او کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د طالبانو ۷۰ مهم جنګي قوماندانان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره نن یکشنبې د لړم ۲۵ مه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یوه خبري ناسته کې وکړه.

نوموړي و ویل، چې هلمند کې په وروستیو جګړو کې طالبانو ۳۰ تنه مهم جنګي قوماندانان او په کندهار ولایت کې بیا ۴۰ تنه قوماندانان وژل شوي دي.

د هغه په وینا، رحمت الله، حبیب الله، مولوي موسی جان، قاري محمد مشهور په صابر، روح الله، محمد، ملا روزي، ملا حمید، ملاخیرالله، قاري خالد، ملا نېک محمد، عتیق الله، ملا سردارولي، ملا انارګل، ولي محمد، ملا ادریس، ملا صمد، شریف الله، ملا محمد عیسی او ملا امان الله هغه طالب قوماندانان دي، چې د هلمند پر مرکز لښکرګاه د دغه ډلې په برید کې وژل شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې ملا محب الله، ملا شاولي او ملا اسحاق چې هر یو یې د طالبانو والي او یا هم نظامي یا استخباراتي مسوولین و، ټپیان شوي،  چې د درملنې لپاره له کرښې پورې غاړې وړل شوي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې عبدالرحمن، ملا پاینده، ملا باري داد، ملا جمعه ګل، ملا مصطفی ملا امان الله، ملا خیرخواه، ملا توریالی، اعجاز الحق او بدري جانان نور هغه لس تنه طالب قوماندانان دي، چې د هلمند په جګړه کې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د کندهار په جګړو کې بیا، مولوي منیب، ملا سیف الدین، ملا ساج الدین، قاري نوي پاکستانی، ملا طالب، ملا صدیق، عبدالطیف، عیسی محمد، نورالله، عین الدین، مولوي موسی، عبدالوارث، ملا عبدالله، سردارمحمد، حمدالله، ملا معراج الدین، ملا سیف الله، ابرار، ملا ذبیح الله، مولوي عین الحق، ملا آغاجان، ملا سعدالله، ملا قسیم، ملا جانان، ملا بشیر،  د کویټي د چمن شورا غړی احسان الله، محمد قسیم، ملا نصیب الله، ملا ولي الله، ملا قادر، حزب الله زرقاوي، مولوي صابر، ملا نعمت ملا باز محمد، ملا ندا محمد، مستغفر، شبېر احمد، سردارولي، حافظ نعت الله، او پیرآغا طالب قوماندانان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې په هلمند او کندهار د جګړو لپاره د نورو ولایتونو او ان د پولې له پورې غاړې جنګیالي راوړل شوي و، نو ځکه یې د یو شمېر جسدونه نورو ولایتونو او د ۶۵ تنو هغه یې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په هلمند او کندهار کې د طالبانو ماته د هغوی لپاره لوی ماته او د افغان ځواکونو لپاره ستره لاس ته راوړڼه وبلله.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې طالبانو کابو میاشت وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالیو او د کندهار، په ارغنداب، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالۍ بریدونه وکړل.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي