ولسمشرغني:

حکومت چمتو دی طالبان د ټولنې په اقتصادي څرخ کې شامل کړي

26 عقرب 1399 ساعت 8:50

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تل پاتې سولې له رامنځ ته کېدو وروسته افغان حکومت دا وړتیا او چمتوالی لري، چې طالب جنګیالي او د هغوی کورنۍ د ټولنې په اقتصادي څرخ کې شامل کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تل پاتې سولې له رامنځ ته کېدو وروسته افغان حکومت دا وړتیا او چمتوالی لري، چې طالب جنګیالي او د هغوی کورنۍ د ټولنې په اقتصادي څرخ کې شامل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګنونې پرون یکشنبې د لړم ۲۵ مه د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي سره ارګ کې په لیدنه کې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر پروسې، ایران او پاکستان کې د افغان ګډوالو د بېرته راستنېدو، دا خلي بې ځایه شویو کسانو سره د مرستو، کاري فرصتونو په برابرولو، د هېواد پر اقتصادي پرمختګ او ځينو نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د سولې په اړه ښاغلي غني ویلي، حکومت سولې ته ژمن دی او له طالبانو هم غواړي، چې د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي، جګړه پای ته ورسوي او سولې ته غاړه کېږدي.
 
ښاغلي غني و ویل، چې د سولې ټینګښټ او د طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي ختمول به د دې لامل شي چې خلک له خپلو کورونو څخه ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ته اړ نشي.
 
نوموړي زیاته کړه«جنګ باید پایته ورسېږي او طالبان دې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي، ترڅو زموږ په هېواد کې سوله راشي او هېڅ افغان اړ نه شي چې وطن پرېږدي او په غربت او ناچارۍ کې له هېواده بهر ژوند وکړي، ځکه موږ ته د هر افغان عزت مهم دی.»
 
هغه وايي، د سولې په ټینګښت سره د افغانستان دولت چمتو دی چې یو زیات شمېر طالب جنګیالي او د دوی د کورنۍ غړي د ټولنې په اقتصادي څرخ کې شامل کړي.
 
ولسمشر وايي، هدف دا دی چې طالب جنګیالي عادي ژوند ته مخه کړي، کارموندنه او د خدمتونو وړاندې کول د سولې د ټینګښت نورې برخې دي چې د افغانستان حکومت پرې په چټکتیا سره کار کوي.

دغه راز ولسمشر د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو په اړه هم خبرې وکړې او دوی یې د بشري پانګې په توګه چې کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې ګټور واقع شي، یاد کړل.
 
هغه ټینګار وکړ، دغه استعدادونه او متخصصین کولای شي د افغانستان په پرمختګ او انکشاف کې رغنده ونډه ولري.
 
ښاغلي غني پر سیمه ییز اتصال او په سیمه کې د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ وې ویل، دغه هڅې د جنګ پایته رسولو او هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابروي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې بېرته راستنېدونکو او بې ځایه شویو ته د ځمکې وېش د افغانستان حکومت له سترو برنامو څخه دي.
 
هغه له بېرته راستنېدونکو څخه د بین المللي ټولنې د مرستو د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، اړتیا ده دغه مرستې دوام ومومي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com