نېږدې راتلونکې کې به د کابل او تاشکند تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شي

26 عقرب 1399 ساعت 10:01

ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نېږدې راتلونکې کې به د کابل او تاشکند تر منځ مستقمې الوتنې پیل شي.


ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نېږدې راتلونکې کې به د کابل  او تاشکند تر منځ مستقمې الوتنې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ازبک رسنیو ویلي، دغه الوتنې په د راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ کې پیل شي.

ازبکستاني رسنۍ زیاتوي ازبکستاني چارواکي په کابل کې له چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي او ژر به دا چاره عملي پيل شي.

د یادونې ده، له دې وړاندې به تاشکند ته د دوبۍ او استانبول له لارې پروازونه کېدل خو که دا چاره پيل شي نو په مستقیمه توګه له کابل څخه ياد هېواد ته سفر ترسره کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com