ډونالډټرمپ: جوبایډن ټاکنې وګټلې خو په درغلۍ باندې

26 عقرب 1399 ساعت 10:12

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل ومنله، چې د ۲۰۲۰ ټاکنې جوبایډن وګټلې خو په وینا یې په درغلۍ باندې.


د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل ومنله، چې د ۲۰۲۰ ټاکنې جوبایډن وګټلې خو په وینا یې په درغلۍ باندې.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ټرمپ پرون یکشنبې د لړم ۲۵ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې جوبایډن د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شوی دی.

خو زیاته کړې یې ده، چې دی په ټاکنو کې د درغلۍ په وجه ناکام شوی دی، هغه ادعا چې تر اوسه نه ده ثابته شوې.

نوموړي لیکلي« هغه [بایډن] ګټونکی شو ځکه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده، هېڅ څارونکي او ساتونکي ته اجازه ور نه کړل شوه، رای د دومینین،‌ چپ اړخه خصوصي شرکت له خوا تنظیم شوې، یو شرکت چې بد شهرت او بېکاره تجهیزات لري.»

خو ټرمپ له دې وروسته په یوه بل ټوېټ کې د ټاکنو د پایلو په اړه خپر نظر څرګند کړی او ویلي یې دي« هغه د جعلي خبري رسنیو په نظر ګټونکی شوی. نه هیڅ څیز نه منم! مونږ اوږده لار په مخ کې لرو. پدغو ټاکنو کې لاسوهنه شوې وه.»

که څه هم ټرمپ په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا کړې، خو تر اوسه یې په ځینو ځایونو کې دغه ادعاوې نه دي ثابتې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com