۰

د کندوز په دشت ارچي د طالبانو برید، ۳ سرتېري او ۸ طالبان وژل شوي

دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ برید کړی، چې تر اوسه پورې جګړه روانه ده.
د کندوز په دشت ارچي د طالبانو برید، ۳ سرتېري او ۸ طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ برید کړی، چې تر اوسه پورې جګړه روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندزو د والي ویاند عصمت الله مرادي زیاتوي، طالبانو تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې درې د پوځ سرتېري او ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳ طالبان  او ۳ سرتېري ټپيان شوي دي.

دی وايي، جګړه اوس هم روانه ده، خو سیمې ته د افغان سرتیرو د مرستې لپاره هوايي او ځمکني ځواکونه رسېدلي دي.

هغه د دشت ارچي د سقطو اوازې رد کړې وايي، ځینې سیمې طالبانو لاندې کړې خو اوس د افغان هوايي ځواک بریدونه پرې روان دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي