حنیف اتمر: د جګړې پای او د سولې تامین مې د بهرني سیاست لومړیتوب دی

26 عقرب 1399 ساعت 14:26

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په هېواد کې د جګړې پای ته رسول او د سولې تامین یې د بهرني سیاست په سر کې ځای لري.


د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په هېواد کې د جګړې پای ته رسول او د سولې تامین یې د بهرني سیاست په سر کې ځای لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن دوشنبې د لړم ۲۶ مه ولسي جرګې ته د خپلو کاري برنامو د بیان په اړه وکړې.

هغه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته خپلې برنامې تشریح کولې و ویل، چې په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل او د باعزته سولې راتګ یې د کاري لومړیتوبونو څخه دی.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې د هېواد بهرنۍ سیاست په دې بنسټ ولاړ دی، چې په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه نه ورکوي، چې خاورې او ملي یووالي ته یې زیان ورسي او یا کومه معامله پرې وشي.

نوموړي و ویل، چې له وړاندې یې د دغه هدف لپاره په ساده منطق نړیوالو ته توضیح کړې، چې د ترهګرۍ له خطر سره سره په افغانستان کې د باعزته سولې د راتګ لپاره تر ټولو ښه لار د جمهوري نظام ساتنه ده.

د هغه په وینا د افغانستان بهرنی سیاست پر دې محوره چې په کې د نړیوالو متحدینو، په ځانګړي ډول د امریکا، ناټو، جرمي، استرالیا او په ټول کې د اروپايي ټولنې، ګاونډیو او سیمې د ځینو مهمو هېوادو د ملاتړ په جلبولو او سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځ ته کولو راڅرخي.

ده و ویل، چې افغانستان له نړیوالو، ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره څلور مشترک ټکي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه، له نشه يي توکو سره مبارزه، د اجباري مهاجرت مخینوی او د بشري حقونو د نقض مخنیوی دی لري او که چېرې په صادقانه ډول کار پرې وشي، په افغانستان کې سوله امکان لري.

نوموړي زیاته کړه، چې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پر دې سربېره پنځم مهم ټکی سیمه ییز اتصال دی، چې په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي.

دی وايي، د سولې د تضمیناتي توافق په صورت کې به له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغواړي، چې هېواد بیا د جګړو ډګر ته د ننه نه شي.

ښاغلي اتمر و ویل، چې دومه برنامه یې د ملي امنیت تامین او له نړیوالو ګواښونو سره مقابله ده.

اتمر زیاتوي، تریخ حقیقت دا دی، چې که له طالبانو سره سوله وهم شي د نړیوال ترورېزم خطر به موجود وي، ځکه د افغان دلوت پر وړاندې له هرو پنځو جنګېدونکو ترهګرو یو هغه یې خارجي دی، چې له هغو سره سوله نه کېدونکې ده او د هغوی لعنتي شتون باید له افغان خاروې پاک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com