دفاع وزرات: دشت ارچي ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

27 عقرب 1399 ساعت 8:11

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه مات کړي او دغه ولسوالي یې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه مات کړي او دغه ولسوالي یې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز او ځینو نورو اړوند سیمو کې عملیات وکړل او دغه سیمې یې له طالبانو پاکې کړې.

ملي دفاع وزارت وايي، د دشت ارچي په عملیاتو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د مرګ ژوبلې کره جزیات یې نه دي ورکړی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغان ځواکونو عملیات لا هم دوام لري او ډېر ژر به پاتې نورې سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې کړی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو وړمه شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

هغه مهال ځینې داسې راپورونه هم و، چې ګڼې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو ځایي امنیتي چارواکو دغه راپورونه رد کړل ویې ویل، طالبانو ځینې سیمې نیولې دي.

ملي دفاع وزارت په همغه شپه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، چې په دشت ارچي کې د طالبانو پر لیکو هوايي بریدونه شوي، چې ۳۷ طالبان په کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com