کابل: په غلچکي برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي

27 عقرب 1399 ساعت 8:14

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو به برید کې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو به برید کې درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه پېښه تېره شپه ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سره سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه غلکچي برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پولیسو ویاند په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو وايي، پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 


د مطلب کود: 133497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com