۰
ینس سټولټنبرګ:

په افغانستان کې د ناټو امنیتي رول نه دی بدل شوی

سی شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د دفاع وزارت له نوي سرپرست سر د افغانستان په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو رول بدل شوی نه دی.
په افغانستان کې د ناټو امنیتي رول نه دی بدل شوی
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د دفاع وزارت له نوي سرپرست سر د افغانستان په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو رول بدل شوی نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د سرمنشي ویاند اونا لنګیسکو زیاته کړې، ښاغلي سټولټنبرګ د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر میلر سره په افغانستان کې تر هغه مهاله چې اړتیا وي د ځواکونو د حضور د دوام پر ژمنې خبرې کړي دي.

دی زیاتوي، ښاغلي سټولټنبرګ له کریسټوفر میلر سره د افغانستان په شمول د امریکا په مشرۍ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د اجنډا په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو امنیتي رول بدل شوی نه دی.

نوموړي زیاته کړې، د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې ځواکونه یې تر اړتیا د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

خو په وینا یې په عین وخت کې غواړي خپلې بریاوې یې خوندي پاتې شي او دا یقیني شي چې افغانستان به بیا پر امریکا یا د ناټو پر کوم غړي د حملې لپاره د تروریستانو پر پناهځای نه بدلېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا د دفاع نوي سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر خپل پوځ ته په لومړني پیغام کې وویل، هغه وخت راغلی چې امریکايي پوځیان نور خپل هېواد ته راوګرځي.

د ده خبرې یې داسې تعبیر شوې چې کریسټوفر هغه څه عملي کوي چې ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په اوومه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و.

د ناټو او امریکا د پوځي چارواکو تر منځ پر داسې مهال دغه خبرې شوې، چې ویل کېږي ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته بېړه لري او ډېر ژر به له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

ویل کېږي، ټرمپ د دغه کار د ترسراوي لپاره له دفاع وزارت څخه هغه چارواکي لرې کړي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو مخالف وو.

له دغه کسانو څخه یو هم د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر دی، چې نوموړي له ګوښه کېدو وروسته هم ټرمپ ته په یوه لیک کې ویلي، چې د سرتېرو په ایستلو کې د بیړه نه کوي، ځکه په وینا یې د سرتېرو ایستل د امریکا او نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي