د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان د غلو په برید کې وژل شوی دی

27 عقرب 1399 ساعت 9:11

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د وسله والو غلو په یوه برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د وسله والو غلو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، داغه پېښه تېره شپه ۹:۰۰ بجې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ګلدان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نور خدا په رخصتۍ کور ته تللی و، چې تېره شپه د وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې امنیه قوماندان له یوې مېلمستیا څخه د کور په خوا روان و، چې د ګلدان په سیمه کې وسله والو غلو پرې برید کړی او وژلی یې دی.

د پروان د والي ویاندې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي او نه هم د وژنې مسوولیت چا اخیستی.

د کاپیسا چارواکو هم دا خبر تایید کړی وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 133504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com