د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی

27 عقرب 1399 ساعت 9:33

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فاریاب ولسوالۍ د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی او دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فاریاب ولسوالۍ د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی او دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات وایي، برید تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموي ټانګ ته د قیصار ولسوالۍ د امینه قوماندانۍ ترڅنګ چاودنه وروکړې او وروسته وسله والو له افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.

دی وايي، په موټر بم برید کې یوازې دوه پولیس ټپیان شوي او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

ویل کېږي د دغه موټر برید کې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا د استوګنې کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com