د ژینوا کنفرانس په درشل کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سیف د چلډرن له نړیوالو غوښتي، چې له افغان ماشومانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د لړم ۲۷ مه په یوه اعلامیه کې د ژینو جوړېدونکي کنفرانس د افغانستان لپاره خورا مهم بللی دی.
دغه ادارې ویلي، څو ورځې وروسته په ژینوا کې ناسته پر داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان د سولې خبرې هم روانې دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوي، چې په همدې مرسته کې نړیواله ټوله باید د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ډېرې مرستې وکړي او د معلولولینو حقونو ته پاملرنه وکړي.
همدارنګه یادې ادارې د روغتیا په برخه کې هم د پانګونې غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې د هغو ماشومانو چې په جګړو کې ټپي شوي دي، د ژوند کیفیت باید لوړ کړل شي.
افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې مشر کریس نیماندي ویلي دي، نړۍ باید افغانستان سره مرسته وکړي چې تر څو د سولې راتګ ته یوه حل لاره پیدا کړي.
په اعلامیې کې د کابل پر کوثر روزنتون او د افغانستان په شمال ختیځ کې پر ښونځیو بریدونو ته اشاره شوې او زیاته کړې یې ده چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۹۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې زیاته کړې، یادو بریدونو ته په کتو افغانستان په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد دی.
سیف د چلدرن وايي افغانستان کې د زده کړې په برخې کې پر افغان ماشومانو پانګه اچونه د جنوبي اسیا هېوادونو په پرتله ۷۸ سلنه ټیټه ده او که چېرته همداسې دوام وکړي د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښوي.
دغه اداره یاده غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې تازه د فلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په ژینوا کنفرانس کې ښايي له افغانستان سره د مرستو په اړه شرایط سخت شي.
جمهورخبري آژانس:کابل