په شمال کې د پوځ چارواکي تاییدوي، چې فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ امنیه قوماندان صفر رییس بیدار په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه په قرمقول ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستونو بریدونه وکړل.
خبرپاڼه وايي، د مرستندویه افغان ملي اردو او کمانډو ځواکونو په رسېدو سره د طالبانو بریدونه مات شوي او په جګړه کې ۶ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا د طالبانو له ماتې وروسته د قرمقول امنیه قوماندان د طالبانو به تعقیب پسې وتلي، چې د ماین چاودنه پرې شوې او وژل شوی دی.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې د امنیه قوماندان له څلورو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
د یادونې ده، صفر رییس بیدار یو غښتلی جنګیالی او د مارشال عبدالرشید دوستم له نېږدې کسانو څخه وو.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبری آژانس:کابل