د امریکا یوه څارونکې ډله: طالبانو د دوحې له موافقې سرغړونه کړې ده

28 عقرب 1399 ساعت 9:40

د امریکا یوې څارونکې ډلې ویلي، طالبانو د دوحې له موافقې سرغړونه کړې او په ځینې ځایونو کې یې په ائتلافي ځواکونو بریدونه کړي دي.


د امریکا یوې څارونکې ډلې ویلي، طالبانو د دوحې له موافقې سرغړونه کړې او په ځینې ځایونو کې یې په ائتلافي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرمفتش په یوه راپور کې ویلي، طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ايتلافي ځواکونو وړې حملې کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي،د سږ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې طالبانو په افغانستان کې پر ايتلافي ځواکونو له مځکې څخه هوا ته د ډزو ترڅنګ ځینې بریدونه کړي دي.

د امریکايي ورځپاڼې (دي هیل) د راپور اساس، دا لومړی ځل دی چې یوه امریکايي اداره د طالبانو له لوري په افغانستان کې د قطر د موافقې د سرغړونو په اړه رسمي راپور ورکوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اګست کې راپور ورکړی و چې طالبانو غالباً په اګست او همداراز جولای کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي وو خو له کبله یې مرګ ژوبله نه وه پېښه شوې.

د نیویارک ټایمز د راپور په قول سرمفتش دا امکان مطرح کړی چې د طالبانو ځینې ډلې د امریکا او طالبانو د موافقې مخالفت کوي او له همدې کبله یې ښايي حملې کړي وي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ايتلاف یوه ویندوی د امریکا د سرمفتیش د سې شنبې د ورځې د راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

خو دي هیل ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د موافقې د سرغړونې راپور په داسې وخت کې افشا کېږي چې ولسمشر ټرمپ تازه اعلان کړی، چې له افغانستان څخه به ۲ زره سرتېري وباسي.

د امریکا د دفاع نوي سرپرست وزیر د ټرمپ له فرمان وروسته خبریالانو ته ویلي، چې امریکا به د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر ۱۵ مې پورې افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکوز کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com