د استرالیا لومړی وزیر:

افغانستان کې به د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه په ښه توګه وڅېړو

29 عقرب 1399 ساعت 8:45

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د استرالیا لومړي وزیر سره تلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو په جنګي جنایتونو خواشني ښودلې ده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د استرالیا لومړي وزیر سره تلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو په جنګي جنایتونو خواشني ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه تلېفوني خبرو کې، چې پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه وشوې، د استرالیا لومړي وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه تر سره او عدالت تامین شي.

په ورته وخت کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوړلو یادونه یې کړې.

په لیک کې راغلي، د دغه ناوړه چلند مرتکبینو څخه څېړنو څلور کاله دوام وکړ او استرالیا کاملا دا تعهد لري چې د دغو مرتکبینو د عدلي او قضايي تعقیب راپور به ژر د یاد هیواد د عدلي او قضایي سیستم له لوري خپور شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com