د هېواد د ۷ وچو بندرونو او اقتصادي زونونو لپاره د ماسټر پلان تړون لاسلیک شو

29 عقرب 1399 ساعت 8:55

افغان حکومت د هېواد د ۷ وچو بندرونواو اقتصادي زونونو لپاره د ماسټرپلان جوړولو لپاره له ساساکي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.


افغان حکومت د هېواد د ۷ وچو بندرونواو اقتصادي زونونو لپاره د ماسټرپلان جوړولو لپاره له ساساکي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه به چهارچینو ماڼۍ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شوی دی.

په غونده کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د دې تړون د ارزښت په اړه وویل، افغانستان له وچې پورې تړلی هیواد دی، له همدې امله حکومت له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د وچو بندرونو پام وړ ظرفیتونو څخه استفاده کوي.
 
هغه زیاته کړه، دغه قرارداد نه یوازې په هر وچ بندر کې یو اقتصادي زون ته انکشاف ورکوي، بلکې د ځای، ادارې، کار او کسب، سوداګرۍ او ګمرک په ګډون په بندري ښارګوټوکې د اړوندو نورو عواملو د پلان جوړونې اسانتیاوې به هم رامنځته کړي.
 
عطاالله نصیب ویلي، په یادو اقتصادي زونونو کې د تورخم بندر، غلام خان، سپین بولدک، حیرتان، اسلام قلعه، تورغونډۍ او زرنج شامل دي.
 
وروسته د ساساکي شرکت د ډيزاین برخې مسوول ډینیس پایپرز د یاد ماسټر پلان د تطبیق په اړه وویل ساساکي د افغانستان د شپږو ښارونو د ستراتېژیک پلان تطبیق چې مزارشریف، هرات، کندهار، زرنج، جلال اباد او خوست ښارونه په کې شاملېږي او اوس د هېواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادي زون لپاره د ماسټر پلان په جوړولو کار کوي.
 
نوموړي هیله وښوده چې دغه پروژې په بریالیتوب ترسره شي وې ویل، ګټه به یې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې د دې هېواد خلکو ته ورسېږي.
 
وروسته د هېواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادي زون لپاره د ماسټرپلان جوړولو تړون د مالیې او ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو د نوماندانو او ساساکي شرکت له لوري لاسلیک شو.
 
په دغه مراسمو کې ولسشمر و ویل، چې د دې ماسټر پلان په تطبیق کولو سره، د عوایدو سیستم د وړاندوینې وړ ګرځي او موږ د اسیا په څلورلارې د بدلېدو هدف ته رسېږو.
 
ښاغلي غني زیاته کړهو چې بندرونه د حکومت د عوایدو یوه اصلي منبع ده او پر ګمرکي تاسیساتو او وچو بندرونو پانګونه د پېرېدونکو او خصوصي برخې د رضایت ترلاسه کولو لامل کېږي.
 
نوموړي و ویل، له ګاونډیو سره همغږي او انسجام یو مهم امر دی او حد اقل د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید ورته معیارونه او هغه وړتیا چې زموږ ګاونډیان یې لري، ولرو او دا د سوداګرۍ د اسانتیا لامل کېږي.
 
هغه په ټینګار وویل« زموږ اصلي موخه دا ده چې زموږ بندرونه او ګمرکي تاسیسات ۲۴ ساعته فعال وي او تګ راتګ په کې ترسره شي.»
 
د ولسمشر په وینا، ښاري پلانونه یو بل عنصر دی چې باید د ۲۱ پېړۍ له لیدلوري سره برابر شي او زموږ ډیزاینونه باید د ۲۱ پېړۍ د تاریخي ریښو او معیارونو ترکیب وي.
 
ولسمشر زیاته کړه، چې د وچې پر بندرونو هر ډول پانګونه په ښارونو د کلیوالي خلکو د تجمع مخنیوي او همداراز د دندو پیدا کېدو لامل کېږي.

ښاغلی غنی وايي، دوی ځمکې ته د عایداتي منبع نه، بلکې د تولیدي پانګې په سترګه ګورو چې وکولی شي خلکو او خصوصي برخې ته په واک کې ورکړل شي او ټول دا چې سره یو ځای کړو داسې اساس تشکیلوي چې ساساکي زموږ د شپږو ښارونو لپاره جوړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com