۰

زابل کې د طالبانو یو برید په شاه تمبول شوی دی

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو زابل ولایت کې د طالبانو یو برید مات کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
زابل کې د طالبانو یو برید په شاه تمبول شوی دی
په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو زابل ولایت کې د طالبانو یو برید مات کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زابل کې د اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان ډګروال سید بابا منصوري زیاتوي، طالبانو غوښتل په شاجوی ولسوالۍ کې پر افغان پوځیانو بریدونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان پوځ د طالبانو د برید پر وړاندې په وخت په ځوابیه برید لاس پورې کړ، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د برید پلان شنډ کړ.

د ملي اردو دغه چارواکی وايي، په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي، درې ټپیان او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي