د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راورسېده

29 عقرب 1399 ساعت 10:30

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته راورسېده.


 د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته راورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی خان نن غرمه مهال ۱۱:۰۰ بجې د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شو.

ټاکل شوې خان به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.

 دواړه لوري به د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمې په اړه خبرې وکړې.

دا کابل ته د عمران له خان له لومړي وزیر کېدو وروسته لومړی وار دی، چې سفر کوي.

کابل ته د عمران خان د راتګ په پار افغان حکومت نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com