غزني او خوست کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

29 عقرب 1399 ساعت 12:44

سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، غزني او خوست ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


 سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، غزني او خوست ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۸ مه) د غزني په ده یک ولسوالۍ او د خوست ولایت صبریو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د غزنی د پولیسو ویاند وایي، د ده یک په تاسنګ کلي کې د طالبانو په بریدونو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره طالبان مات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې کره جزیات یې ورنه کړل.

خو د غزني د ملکي روغتون رییس باز محمد همت ویلي، دوی ته له ده یک ولسوالۍ د ۱۱ نظامیانو جسدونه او درې ټپیان وروړل شوي دي.

بل خوا سیرت زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو دوه موټر بم بریدونه هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړي.

په ورته وخت په خوست کې هم امنیتي سرینو د صبریو ولسوالۍ په یعقوبیو سیمه کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او دوه نور د ټپي کېدو ویلي دي.

په سمیه کې پوځي چارواکو هم د افغان پوځیانو پر پوسته د برید پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبانو د غزني د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو خوست کې یې د اتو افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 133593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com