پمپیو د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره لیدلي

2 قوس 1399 ساعت 8:27

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو سره جلا جلا کتنې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو سره جلا جلا کتنې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو او خلیلزاد پرون شنبې د لیندۍ اوله ماښام مهال دوحې ته رسېدلي او له دواړو لورو سره یې کتلي دي.

قطر ته د پمپیو سفر او له پلاویو سره لیدنه د دې لپاره ده، چې د سولې د خبرو په ټپه ولاړ حالت ته د پای ټکی کېښودل شي او رسمي خبرې پیل شي.

د افغان حکومت پلاوي تایید کړې، چې له پمپیو سره یې لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې د پنځه زره بندیانو له خوشي کېدو سره طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې لا زیات شوی دی.

دوی ټينګار کړي، چې د بندیانو د خوشي کېدو او په دوحه کې د خبرو له پیل سره سم باید طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وای او دا نور د منلو نه دی.

افغان پلاوي زیاتته کړې، چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې څرګنده سرغړونه ده.

طالب ویاند نعیم وردګ هم له ملا برادر او د مرکچي پلاوي له مشر شیخ عبدالحکیم سره د پمپیو د لیدنې پخلی کړی وايي، دواړو خواوو د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې او پر هغې د دواړو خواوو د درېدا په اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو، د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې وکړې.

پمپیو پر داسې مهال له دواړو مرکچي پلاویو سره ګوري، چې ځینې سرچینې وايي، دواړو لورو په یو شمېر اختلافي مواردو توافق ته سره رسېدلي.

دا خبره په ګوټه کې د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي او دغه راز د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو تن غړي له لوېدیځو رسنیو سره خبرو کې تایید کړې، چې دوی ګڼ اختلافي موارد حل کړي او ډېر ژر به رسمی خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com