د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

2 قوس 1399 ساعت 12:49

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسوولین وايي، د سالنګونو لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.


د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسوولین وايي، د سالنګونو لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه خبر ورکړي، چې سالنګونو کې د سختې واورې ورېدو له امله یاده لار د دواړو طرفو څخه د باروړونکو موټرو په مخ تړل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې لار یخک شوې او دغه راز امکان لري، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د واورې ورښت دوام ولري.
 
په ورته وخت کې یاد ریاست وايي، واړه موټر په دغه لار تګ راتګ کولی شي، خو په دې شرط چې ځنځیر او یا چین ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133656

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133656/

جمهور
  https://www.jomhornews.com