سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي.
پکتیا: زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز وژلي دي
2 قوس 1399 ساعت 13:10
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د رباط سیمې د ګډوالو په کمپ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د نجیب الله وطن مل په نوم یو ځوان او تازه واده شوې مېرمن یې د یخنۍ له امله ګوټه کې ګازي بخارۍ لګولې، چې وروسته همداسې چالانه پاتې شوې ده.
دی وايي، د بخارۍ ګاز ناوې او زوم دواړه نیولي، چې وروسته مړه شوي او سهار یې د کورنۍ غړي پرې خبر شوي دي.
منګل زیاتوي، دغه تازه واده شوې جوړې تر شلو کلونو پورې عمر درلود او نن یکشنبه خاورو ته وسپارل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 133661
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133661/