امنیت شورا:

هغه کسان به مجازات شي چې کابل باندې راکټي بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلي

2 قوس 1399 ساعت 14:00

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، هغو کسانو ته به جزا ورکړل شي چې پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو مخنیوي کې غفلت کړی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، هغو کسانو ته به جزا ورکړل شي چې پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو مخنیوي کې غفلت کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د لوړپوړو امنیتي چاررواکو په غونډه کې د پرونیو راکټي بریدونو په اړه پر څېړنو او عاملینو ته یې پر سزا ورکولو هم ټینګار شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویلي،د پلټونو د پایلو تر څرګندېدو وروسته دي هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې غفلت یې کړی دی.

د یادونې ده، چې پرون شنبه د کابل ښار له څلورمې او اوولسمې امنیتي حوازې څخه له موټرو نه په استفاده پر کابل ښار ۲۳ راکټونه وویشتل شول.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه نومبر۲۲(لېندۍ دوهمه) پخپل امنیتي راپور کې ویلي چې په پرونیو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي صالح ویلي چې له یادې سیمې څخه تر دې مخکې هم پر کابل ښار راکټي بریدونه شوي چې په وینا یې په اړه یې جدي څېړنې پيل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com