د امریکا سنا هم افغانستان کې د سرتېرو پر پاتې کېدو ټينګار کړی

3 قوس 1399 ساعت 9:08

د یو شمېر پخوانیو امریکايي نظامي چارواکو او سیاسیون تر څنګ اوس د امریکا سنا هم له افغانستان څخه د سرتېرو پر نه ایستلو ټینګار کړی دی.


 د یو شمېر پخوانیو امریکايي نظامي چارواکو او سیاسیون تر څنګ اوس د امریکا سنا هم له افغانستان څخه د سرتېرو پر نه ایستلو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې تر څنګ د امریکا ګڼو سیاسي او نظامي شنونکو هم په خپلو غوښتنلیکونو کې له کانګرېس څخه غوښتي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو سره مخالفت وکړي.

دوی ویلي، په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی، ځکه طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه پرې کوي.

دغه امریکايي شنونکو او پوځي چارواکو له کانګرېس نه غوښتي، چې د ولسمشر ټرمپ د دغه پرېکړې مخنیوی وکړي او د امریکا ګټو ته په کتو دې سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

د دې ترڅنګ د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر ادم سمیت هم په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري، نو اړتیا ده چې امریکا تر یوې مودې په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا افغانستان کې لا هم د ترهګرو د ودې لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي پر دې باور دي چې که امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي، نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر هم په افغانستان کې د سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه ډېره خطرناکه ده.

نوموړي ویلي، افغانستان کې باید پنځه زره سرتېري پرېښودل شي، څه چې ولسشمر ټرمپ کوي، په افغانستان کې د اوباما تر تېروتنو دوه برابره لویه تېروتنه ده.

مک ماسټر وايي، د امریکايي پوځیانو نشتون به هغو تروریستانو ته خوندي پناهځای برابر کړي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه یې پر امریکا وژونکې حملې وکړې.

ده ویلي«موږ به د دغو ډلو له لوري لا ډېر ناخوندي او له خطر سره مخامخ یوو، زه فکر کوم چې زموږ د ملي ګټو پر ځای د ځواکونو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په حقیقت کې دا کار د طالبانو د لا پیاوړتیا سبب کېږي.»

هغه په دې هم نیوکه کړې، چې امریکا ولې پر افغان حکومت فشار راو، چې پنځه زره خطرناک بندیان خلاص کړي.

مک ماسټر زیاتوي« که ټاکلې وه چې موږ وځو، نو وتلي به وای، باید د افغانستان حکومت مو مجبوره کړی نه وای چې د مځکې پر مخ ۵ زره تر ټولو خطرناک کسان خوشي کړي. دا تېروتنه مه کوئ چې د طالبانو او نورو تروریستي تنظیمونو ترمنځ د اړیکو تار شلېدلی دی.»

 د ناټو یوه پخواني پوځي هم ټینګار کړی چې له افغانستان د سرتېرو ایستل د نړۍ او سیمې د ملي امنیت لپاره خطرونه جوړولی شي.

پخواني قوماندان جنرال جیم سټاورډیس ویلي، د ټرمپ عجولانه او غیر مسوولانه پرېکړو مایوسه کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخې امنې ساحې لري او که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو پیل کړې جګړه به بې هدفه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تر راتلونکي میلادي کال پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا نوي سرپرست دفاع وزیر جنرال میلر ویلي و، تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133688

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133688/

جمهور
  https://www.jomhornews.com