افغان دولت: ملګري ملتونه دې پر طالبانو نوي بندیزونه ولګوي

3 قوس 1399 ساعت 9:53

افغان دولت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې پر وسله والو طالبانو نوي بندیزونه ولګوي.


افغان دولت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې پر وسله والو طالبانو نوي بندیزونه ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار یا مانیټورینګ له ټیم سره ویډیويي کنفرانس کې شوې ده.

د امنیت شورا خبرپاڼه وايي، په دغه ویډیويي کفنرانس کې پر طالبانو د بندیزو د لګولو تر څنګ د القاعده او داعش ډلو په اړه هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې ولسمشر غني هم تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر طالبانو د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د سولې خبرو کې د ښه او ملموس پرمختګ لپاره پر طالبانو د بندیزونو لګول اغېزه کولی شي نو ځکه باید پرې بندیزونه ولګول شي.

ولسمشر غني دا هم و ویل، چې د افغانستان د خلکو لومړۍ غوښتنه هم سوله ده او ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده، ې یو ځل بیا په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راتګ لپاره پر اوربند ټینګار وکړي.

افغان دولت له امنیت شورا پر داسې مهال پر طالبانو د نویو بندیزونو لګولو غوښتنه کوي، چې هلته دوحه کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، خو تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

اوس اوس ځینې راپورونه او سرچینې وايي، دواړه لوري په اختلافي مواردو توافق ته رسېدلي او ډېر ژر به رسمي خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com