دفاع وزارت: هرات کې د طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان نیول شوی

3 قوس 1399 ساعت 10:17

ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه وتلي، مهم او برجسته قوماندان د نیولو خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه وتلي، مهم او برجسته قوماندان د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې نیول شوی طالب قوماندان ملا جمعه ګل نومېږي.

سرچینه وايي، قوماندان جمعه ګل چې د طالبانو یو وتلی او مهم قوماندان دی، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، قوماندان جمعه ګل تر دې وړاندې هم په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په ګڼو ترهګرو بریدونو او چاودنو کې لاس درلود او اوس یې هم د بریدونو د زیاتولو پلان درلود.

بل خوا دفاع وزارت وایي، د بدخشان په مایمی ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د یوه کلیدي غړي په ګډون ۶ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 133694

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133694/

جمهور
  https://www.jomhornews.com