د افغانستان په اړه برخلیک ټاکوونکی کنفرانس پیلېږي

3 قوس 1399 ساعت 10:31

ټاکل شوې د افغانستان په اړه برخلیک ټاکوونکی «افغانستان ۲۰۲۰» یا جینوا کنفرانس نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه سویس کې پیل شي.


ټاکل شوې د افغانستان په اړه برخلیک ټاکوونکی «افغانستان ۲۰۲۰» یا جینوا کنفرانس نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه سویس کې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس  دوه ورځې دی، چې د افغانستان سره د څلورو راتلونکو کلونو د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه تمه پیلېږي.

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو له ‌خوا جوړ شوی چې په‌ کې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.

امریکا خو تر کنفرانس وړاندې اعلان کړي، له افغانستان سره به د خپلو مرستو د تازه کولو ډاډ ورکړي، او تمه کېږي چې نړیواله ټولنه به هم د افغان حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه وېډیويي پيغام کې ویلي، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، چې افغان دولت به د پایداره سولې، غذايي خوندیتوب، بې‌ وزلۍ سره مبارزې، دولتي بنسټونو ځان بسیاینې، پر عایداتي منابعو پانګونه او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل اهداف له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې«انتظار لرو چې نړیواله ټولنه زموږ د اهدافو او برنامو د تحقق لپاره دا فغانستان دولت او ملت سره همکاري وکړي.»

د صدیقي په وینا د افغان حکومت څلور کلن پروګرام د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ سند یادېږي او په‌کې د افغانستان د ځان بسیاینې مسیر تشرېح شوی دی.

د یادونې ده، چې د جنیوا کنفرانس د ترسره کوونکې ډلې د پلان له مخې تمه ده نن په ځايي وخت د سهار په نهو لسو بجو چې د افغانستان یوه نیمه بجه کېږي پیل شي.

په لومړۍ ورځ د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشي.

په دوهمه ورځ به چې سهار په نهو بجو پيلېږي افغان ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له مهمو ویناوالو څخه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com