د ژغورنې نړیواله ډله:

نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره فشارونه ډېر کړي

3 قوس 1399 ساعت 13:37

د ژغورنې نړیواله ډله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره فشارونه ډېر کړي.


د ژغورنې نړیواله ډله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره فشارونه ډېر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ډلې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې نړیوالو مرستو ته د اړو کسانو شمېره تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

د سرچینې په وینا نړیوال باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره خپل فشارونه ډېر کړي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې ښکېل لوري دې ژر تر ژره سوله وکړي، څو په افغانستان کې له یوې خوا روانه خونړۍ جګړه ختمه شي او له بلې خوا په افغانستان کې رامنځ ته شوی اقتصادي او ټولنیز ناورین پای ته ورسېږي.

د ژغورنې نړیوالې ډلې د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو غږ کړی چې سوله یې باید لومړیتوب وي، پر دواړو لورو دې فشار راولي څو سولې ته تیار شي او همدا راز دې په بشري برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو نړیوال سازمان هم د میلیونو افغانانو ژوند په سولې او نړیوالو مرستو پورې تړلی بللی او د جنیوا کنفرانس پر ګډونوالو یې غږ کړي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې او دوامداره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com