د امریکا نوي ولسمشر د خپلې کابینې ځینې غړي اعلان کړل

4 قوس 1399 ساعت 8:36

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جوبایډن د راتلونکي حکومت د کابینې ځینې غړي اعلان کړل، چې په کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کېري هم شتون لري.


 د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جوبایډن د راتلونکي حکومت د کابینې ځینې غړي اعلان کړل، چې په کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کېري هم شتون لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن پرون دوشنبې د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړی دی.

د نوي ولسمشر پر وېپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بایډن انتوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر او جیک سالیفن د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلي دي.

دغه راز یې لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې او جان کیري په اقلیمي چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی او د ملي امنیت شورا غړی اعلان کړی دی.

جان کېري د اوباما د ولسشمرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، چې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ جوړجاړی هم وکړ او اجرائیه ریاست رامنځ ته شو.

همدارنګه بایډن اوریل هاینس ته د ملي استخباراتو مرستیالي ورکړې او دا به لومړنۍ ښځه وي چې دا چوکۍ ورکول کېږي.

بایډن د خپلې کابینې د غړو اعلان پر داسې مهال کوي، چې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۰ مه د ټرمپ دوره پای ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com