۰
د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر:

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې باید ټول خنډونه لرې کړل شي

سی شنبه ۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د پاکستان د ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې مشر اسد قیصر وايي، د پاکستان پارلمان غواړي، چې له افغانستان سره سوداګریزه اړیکې پراختیا پیدا کړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې باید ټول خنډونه لرې کړل شي
د پاکستان د ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې مشر اسد قیصر وايي، د پاکستان پارلمان غواړي، چې له افغانستان سره سوداګریزه اړیکې پراختیا پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټینګار کړي، چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د نویو دروازو پرانستلو ته اړتیا لري او باید د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره هڅې وشي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان او افغانستان باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې د دواړو لورو په ګټه وي او په سیمه کې د اتصال سبب شي.

اسد قیصر زیاته کړې، چې د سوداګرۍ په برخه کې باید ټول خنډونه ختم کړل شي او په سرحدي سیمو کې دې په تګ راتګ کې اسانتیا راوستل شي.

هغه افغانستان د پاکستاني سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه لار بللې ده او دلته یې د ترانزیتي اسانتیاوو پر راوستلو ټینګار کړی دی.

قیصر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې عمران خان افغانستان ته په خپل سفر کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ژمنې وکړي.

که څه هم پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په سوداګریزه پرخه کې د استانیاو رامنځ ته کولو ډېرې ژمنې کړې، خو هر ځل یې دغه ژمنې د سیاسي جنجالونو قرباني کړې او افغان سوداګرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي