پاکستان د زندانیانو په تړاو د ولسشمر غني د پرېکړې هرکلی کړی

4 قوس 1399 ساعت 8:59

پاکستان په افغانستان کې د خپلو زندانیانو د خلاصون په تړاو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې هرکلی کړی دی.


پاکستان په افغانستان کې د خپلو زندانیانو د خلاصون په تړاو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران د سفر څخه څو ورځې وروسته پرون د یوه فرمان په ترڅ کې د یوې شمېر پاکستاني زندانیانو د خوشي کولو امر کړی دی.

د ولسمشر له دغه فرمان وروسته د پاکستان حکومت ویلي، دوی د خپلو زندانیانو په اړه د ښاغلي غني د پرېکړې هرکلی کوي.

د افغانستان لپاره د عمران خان ځانګړي استازي صادق خان په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، دوی د ښاغلي غني د هغه پرېکړې هرکلی کوي، چې له مخې به یې په افغانستان کې بندي پاکستاني بندیان خوشي شي.

که څه هم پاکستاني چارواکو د ولسمشر غني د دغه پرېکړې هرکلی کړی، خو دلته په کور د ننه یو شمېر سیاسیون او عامو خلکو بیا د ولسمشر دغه کار باندې نیوکه کړې.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په دې ډله کې ښايي داعش او طالبانو ځينې پاکستاني غړي هم خوشي شي چې، د افغانستان د ملي ګټو په زیان کار دی.

دغه راز په خوله رسنیو هم نیوکې شوې او ویلي یې دي، چې له پاکستان سره نرمه غاړه وړل نه یوازې چې ګټه نه کوي، بلکې هر ځل د افغانستان په زیان تمامه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com