د ناټو عمومي منشي:

افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکو، اوس د وتلو وخت نه دی

4 قوس 1399 ساعت 9:13

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې نوموړي پرون دوشنبې د لیندنۍ ۳ مه د ناټو د پارلماني شورا په ۶۶ غونده کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو دا هېواد د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نه شي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړې، چې له متحدینو څخه هېڅ یو نه غواړي چې له اړتیا وړاندې په افغانستان کې پاته شي.

خو په وینا یې دا هم نه شي کولی چې دا خطر ومنو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي او د دوی پر هیوادونو باندې بریدونه طرحه او تنظیم کړي.

نوموړي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمېدو ته په اشارې ویلي، نه شو کولی داعش ته اجازه ورکړو چې افغانستان د خپل تروریستي خلافت مرکز کړي، کوم چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړ.

ده زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ناټو راتلونکی شتون به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې مشخص شي چې د فبرورۍ په میاشت کې جوړیږي.

سټولټنبرګ و ویل«یا پاته کیږو او د پوځي ماموریت د دوام بیه ادا کوو، یا هم وځو او د حاصل شویو لاسته راوړنو د بایللو خطر او د سولې د بهیر تزلزل منو.»

خو ټینګار یې وکړ، چې اوس په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو وخت نه دی.

د ناټو عمومي مشرني وايي، باید په یاد ولرو چې یو ځای افغانستان ته تللي وو او هر وخت چې فرصت مناسب وي په یو هم غږې کړنلاره له هغه هېواد څخه باید یوځای سره ووځو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com