رحمت الله نبیل:

افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي

4 قوس 1399 ساعت 10:29

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستاني زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني په پرېکړه نیوکه کړې وايي، افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.


د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستاني زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني په پرېکړه نیوکه کړې وايي، افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر سفر څو ورځې وروسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د یو شمېر پاکستاني زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د ښاغلي غني پر دغه فرمان نیوکه کړې او پر خپل ټوېټر پاڼه یې یلکي، چې د حکومت مشرتابه سلګونه پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي د پاکستان څارګرې ادارې آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.

نوموړي په همدې تړاو د ولسمشر غني فرمان هم خپور کړی او لیکلي یې دي«په خواشنۍ سره ډاکتر اشرف غني د طالبانو د خوشي کولو سربېره، په واک کې د پاتې کېدو په خاطر د افغانستان لپاره د ستونزو د زیاتولو په منبع بدله شوې، نه دا چې د افغانستان ستونزې کمې کړي.

نبیل وايي، ډاډه دی، چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو یې په شهادت رسولي د رشوت په بدل کې آی اس آی ته ورپرېښودل کېږي.

اسلم فاروقي چې پاکستانی دی په افغانستان کې د داعش د خرسان څانګې مشر و، چې د افغانستان ملي امنیت واکونو په کندهار ولایت کې د داعش ډلې له څو نورو برجسته غړو سره یو ځای ونیوه.

د فاروقي تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته پاکستان له افغان حکومته وغوښتل چې فاروقي دوی ته وسپاري، خو افغان حکومت یې دا غوښتنه رد کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 133729

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133729/

جمهور
  https://www.jomhornews.com