د جینوا کنفرانس مرسته کوونکو هېوادونو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان سره د ۱۳ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون سه شنبې د لیندۍ ۴ مه د یاد کنفرانس په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان شو.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، تمویل کوونکو د راتلونکو څلورو کلونو څخه د لومړي کال لپاره لږ تر لږه د ۳.۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه چې تمه ده کلنۍ ژمنې د پخوانې کچې په اندازه کال په کال دوام وکړي.
اعلامیه وايي، افغان حکومت د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته د ۲۰۰۲ کال راهیسې د اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او انکشافي لاسته راوړنو ساتلو او پراختیا ته ژمن دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، دموکراسي، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون بشري حقونه اساسي موضوعګانې دي چې باید وساتل شي او پراخ کړای شي.
دغه راز په یاد کنفرانس کې د اکثرو مرسته کوونکو هېوادونو استازو په سمدستي اوربند، د سولې د مذاکراتو په دوام، د دوو لسیزو د لاسته راوړنو راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتنه، په فساد ضد جدي مبارزې او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پدې غونډه کې ویلي، اقتصادي اصلاحات، د مخدراتو په ګډون د فساد ضد مبارزې لپاره رښتینې هڅې، د مذهبي ازادي په ګډون بشري حقونو ته درناوی، خصوصي سکتور ته مساعد چاپیریال، او په ځان باندې د تکیه کولو په لور ګام اخیستل" د افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام شرطونه وګڼل.
د یادونې ده، د جینوا دوه ورځنی کنفرانس د ۷۰ هیوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د دوشنبې په ورځ د فنلنډ، ملګرو ملتونو او افغانستان په کوربتوب پیل شو او د سه شنبې په ماښام په افغانستان کې د "سمدستي، تلپاتې او پراخ اوربند" په غږ پای ته ورسېد.
جمهورخبري آژانس:کابل