جرمني:

امریکا د له افغانستان د وتونکو ځواکونو په اړه جزیات ورکړي

5 قوس 1399 ساعت 10:32

د جرمني دفاع وزیرې آنه ګرټ کرامپ کارانباوېر وايي، برلین تمه لري، چې امریکا له افغانستان څخه د ایستوونکو ځواکونو په اړه جزیات ورکړي.


د جرمني دفاع وزیرې آنه ګرټ کرامپ کارانباوېر وايي، برلین تمه لري، چې امریکا له افغانستان څخه د ایستوونکو ځواکونو په اړه جزیات ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن کارانباوېر پرون سه شنبې ویلي، برلین غواړي پوه شي، چې په راتلونکو ورځو کې به له افغانستان څخه څومره امریکايي ځواکونه وځي.

د هغې په وینا برلین په دې هم پوهېدل غواړي، چې د دغه ځواکونو ایستل به د جرمني او شریکانو پر ماموریت په لنډه موده کې څومره اغېز وکړي.

د جرمني دفاع وزرات دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د ۲۰۰ سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، دوی په افغانستان کې د دوی ۴۵۰۰ سرتېري دي، چې تر جنورۍ پورې به دغه شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شي.

که څه هم د ټرمپ ادارې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې، خو ناټو، پخوانیو امریکايي پوځي چارواکو، سیاسیونو او یو شمېر هېوادونو له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

ناټو ویلي، له افغانستانه په اوس وخت کې د ځواکونو ایستل یو خطرناک کار دی او ښايي د ترهګرو فعالیت ته بیا زمینه برابره شي.

ګڼ شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو هم له ټرمپ څخه غوښتي، چې له خپلې پرېکړې په شاه شي او افغانستان څخه ځواکونه ونه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com