المان له کندوز ولایت نه خپل سرتېري باسي

5 قوس 1399 ساعت 10:47

په افغانستان کې مېشتو الماني ځواکونو، ویلي دوی پرېکړه کړې، چې له کندوز ولایت څخه به خپل ۱۰۰ تنه سرتېري وباسي.


په افغانستان کې مېشتو الماني ځواکونو، ویلي دوی پرېکړه کړې، چې له کندوز ولایت څخه به خپل ۱۰۰ تنه سرتېري وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په کندوز کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره سل سرتېري لرل او اوس یې پرېکړه کړې، چې دغه سرتېري له یاد ولایت څخه وباسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، المان په مزار شریف ښار کې زر کسه سرتېري لري او د اړتیا پر مهال به له دې سرتېرو کندوز ته هم لېږل کېږي.

المان داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې ټرمپ له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو فرمان صادر کړی دی خو المان د دغه کار مخالفت کړی و او په خبره یې په بېړه له افغانستان د سرتېرو ایستل به سیمې ته خطرونه جوړ کړي.

د المان دفاع وزیرې آنه ګرټ کرامپ کارانباوېر وايي، برلین تمه لري، چې امریکا له افغانستان څخه د ایستوونکو ځواکونو په اړه جزیات ورکړي.

مېرمن کارانباوېر پرون سه شنبې ویلي، برلین غواړي پوه شي، چې په راتلونکو ورځو کې به له افغانستان څخه څومره امریکايي ځواکونه وځي.

د هغې په وینا برلین په دې هم پوهېدل غواړي، چې د دغه ځواکونو ایستل به د جرمني او شریکانو پر ماموریت په لنډه موده کې څومره اغېز وکړي.

د جرمني دفاع وزرات دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د ۲۰۰ سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، دوی په افغانستان کې د دوی ۴۵۰۰ سرتېري دي، چې تر جنورۍ پورې به دغه شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شي.

که څه هم د ټرمپ ادارې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې، خو ناټو، پخوانیو امریکايي پوځي چارواکو، سیاسیونو او یو شمېر هېوادونو له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

ناټو ویلي، له افغانستانه په اوس وخت کې د ځواکونو ایستل یو خطرناک کار دی او ښايي د ترهګرو فعالیت ته بیا زمینه برابره شي.

ګڼ شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو هم له ټرمپ څخه غوښتي، چې له خپلې پرېکړې په شاه شي او افغانستان څخه ځواکونه ونه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com