بامیانو کې خونړۍ چاودنو ته د ارګ غبرګون

5 قوس 1399 ساعت 11:10

ولسمشر غني په بامیانو ولایت کې خونړۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلې او دا یې د هېواد پر سوله او ثبات برید بللی دی.


ولسمشر غني په بامیانو ولایت کې خونړۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلې او دا یې د هېواد پر سوله او ثبات برید بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ په خبرباڼه کې ویل شوي، افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام یو ځل بیا بامیانو کې ګڼ افغانان شهیدان او ټپیان کړي دي.

ښاغلي غني ویلي، له بده مرغه طالبان او نورې ترهګرې ډلې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او ټولګټي ځایونه ورانوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په پام ولسمشر د افغانستان لپاره په جینوا کنفرانس کې په خپله ونیا کې یو ځل بیا د فوري اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي نړیوالې ټولنې ته یې په خطاب کې وویل، چې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې دې له افغان دولت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
 
همداراز په دغه کنفرانس کې د نړۍ د هیوادونو مقامات او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د فوري درېدو غوښتونکي شول او له طالبانو یې وغوښتل چې اوربند ومني.

دوی ټینګار وکړ چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو پایلې دې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پایته رسول واوسي.

ولسمشر غني د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتبو څرګندولو پر مهال، د شهیدانو ورثې ته د رسېدګۍ او ټپیانو د درملې په موخه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه.

د یادونې ده، چې بامیانو ښار کې پرون مازیګر مهال غبرګې ماین چاودنې وشوې، چې د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا ۱۵ تنه یې وژلي او ۵۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com