دفاع وزارت: هلمند کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

5 قوس 1399 ساعت 12:54

ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځیانو د هلمند په نهرسراج او ناوې ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، افغان ځواکونو وروسته له هغې عملیات وکړل، چې طالبانو په یادو ولسوالۍ کې پر ځينو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د طالبانو دوه جسدونه، یوه اندازه سولې او مهمات او دوه موټر سایکلونه هم د جګړې په میدان پاتې شوي دي.

 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com