کابل کې د داعش دوه غړي نیول شوي دي

5 قوس 1399 ساعت 13:03

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې عملیات کړي او د داعش دوه غړي یې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو داعشیانو داسې اسناد او شواهد چې د دوی پر داعشتوب دلالت کوي او دغه راز ۱۵۷۳۰۰ افغانۍ او زر ډالر هم ترې تر لاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان دا مهال تر پلټونو لاندې دي او دوسیه یې اړونده ارګانونو ته سپارل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com